اسلام آباد ۔ 10 مارچ (اے پی پی) د كعبې امام الشېخ ډاكټر صالح بن محمد بن طالب وئيلي دي پاكستاني ځواكونه نه يوازې د پاكستان بلكې اس??امي نړۍ له د قوت سوب دي۔ سعوی حکومت او اولس ټول عمري په پاكستان وياړ محسوسوي۔ د موټروے پوليس يو عظيم كار كولو سره ??ه سفري لارو اولس له اسانۍ رامخې ته كوي۔ ددې په بدل كښې به لوئې څښتن دوئي له اسانۍ وركړي۔ په دې زه د موټروے پوليس ته مباركي وركوم۔ ددې خيالاتو څرګندونه د كعبې امام الشیخ ډاکټرصالح بن محمد بن طالب د موټروے پولیس ټرېننګ کالج شېخوپورہ كښې يوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ سعودی سفیر نواف بن سعدالمالک ، د مواصلاتو وفاقی وزیر حافظ عبدالکریم ، آئی جی موټروے پولیس ډاکټر سید کلیم امام ، اېډ یشنل آئی جی خالد محمود، اېډیشنل آئی جی غلام رسول زاهد، ډی آئی جی مرزا فاران بېګ ، ډی آئی جی احمد ارسلان ملک ، ډی آئی جی محبوب ا??لم ، اېس اېس پی کامران عادل ، اېس اېس پی مسرور عالم ، اېس اېس پی سیلمان ، اېس اېس پی شهریار او اېس اېس پی حشمت کمال هم په دې موقع موجود وو۔ د كعبې امام موټروے پوليس ته خپل خطاب كښې ووئيل تاسو د مسلمانانو د امن حفا??ت كوۍ لوئې څښتن دے ستاسو حفاظت وكړي۔ تاسو په لږ موده كښې ډېر لوئے نوم پېدا كړې۔ د سعودی عرب اولس او حكومت پاكستان ته د احترام ??ه سترګه ګوري۔ پاكستان د سعودي عربستان دوهم كور دے۔ ده ووئيل په دوه سترګو د جهنم اور حرام دے يوه هغه چې د الله د ويرې څخه ترې اوښكې پرېوزي او دوهمه هغه چې د لارو حفا??ت كوي۔ او موټروے پوليس هم دا كار كوي۔ او دا د جهاد يو قسم دے۔ د كعبې امام په غوره مېلمستيا كولو د وفاقي وزير حافظ عبدالکریم او د آئی جی موټروے پولیس ډاکټر سید کلیم امام مننه وكړه۔ وفاقی وزیر خپل خطاب كښې د كعبې امام ته د پاكستاني حكومت او اولس لخوا هركلې ووې۔ده ووئيل د موټروے پولیس ځوانانو خوارۍ او اخلاص سره د كار په نتيجه كښې په پېښو كښې 70 فيصد څخه زيات كمې راغلې۔ ده ووئيل پاكستان ټول عمري سعودي عربستان ته د عزت ??ه سترګه ګوري ولې چې هغه د حرمېنو شريفېنو حفا??ت كوي او د لوئي څښتن د مېلمنو خذمت كوي۔ سعودي عربستان ??ه سختو حالاتو كښې ټول عمري د پاكستان مرسته كړې۔ دستورې ته آئي جي موټروے پوليس ډاكټر سيد كليم امام هم خطاب وكړو۔
پاكستاني ځواكونه نه يوازې د پاكستان بلكې اسلامي نړۍ له د قوت سوب دي۔ سعوی حکومت او اولس ټول عمري په پاكستان وياړ محسوسوي۔ د كعبې امام الشېخ ډاكټر صالح بن محمد بن طالب د موټروے پوليس ټرېننګ كالج شېخو پوره كښې دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش