د سيالكوټ پېښه د اسلام تشخص مسخ كولو كوشش دے، ټول قام د دې پېښې په ضد ولاړ دے، ن ليګ او پي پي پي د سمندر پورې پاكستانيانو له د ووټ حق وركولو په ضد كمپائن چلولے كومه چې د سياسي خود كشۍ مترادف خبره ده ، چوهدري فواد حسېن


اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د سيالكوټ پېښه د اسلام تشخص مسخ كولو كوشش دے، ټول قام د دې پېښې په ضد ولاړ دے، د اليكټرانك ووټنګ مشينز راوړلو مقصد په هېواد كښې سپيځلې ټاكنې كول دي، ن ليګ او پي پي پي سمندر پورې پاكستانيانو له د ووټ حق وركولو په ضد كمپائن چلولے كومه چې د سياسي خود كشۍ مترادف خبره ده، د نواز شريف ټوله كورنۍ بهر مېشته ده، مونږ حسن او حسېن له هم موقع وركول غواړو چې په پاكستان كښې د خپل پلار ګوند له ووټ وركړي، د پاكستان تحريك انصاف په منشور كښې شامل دي چې مونږ به سمندر پورې پاكستانيانو له د ووټ حق وركوو او دا به هغوې ته ضرور ترلاسه كېږي، د كابينې په غونډه كښې د اي وي اېم، د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ آډټ نظام قوي كولو ، د ګرانۍ كمولو ، بيعو كښې په استحكام خبره شوې، زرعي څانګه كښې 400 اربه څخه زيات آمدن تر لاسه شوے، افغانستان څخه په 40 څيزونو د درآمدي ډيوټۍ ختمولو پريكړه شوې۔ كابينې ټريډنګ كارپوريشن آف پاكستان له په هېواد كښې د يوريا حاجت پوره كولو لپاره يو لاكهه ټن يوريا په درآمد كولو د پيپرا ضوابط څخه جزوي استثنيٰ وركولو ، د خزانې ډويژن په سفارش عامر علي خان د اېس اي سي پي چيئرمېن بيا تعيناتۍ او د وېسټ انډيز كركټ ډلې د پاكستان دورې لپاره د امنيتي اقداماتو هم منظوري وركړې۔د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډې نه پس ميډيا له بريفنګ كښې وفاقي د اطلاعات وزير ووئيل وفاقي كابينې د سيالكوټ پېښې په سختۍ سره غندنه كړې ، سيالكوټ پېښه د اسلامي تعليمات په ضد ده، دا د اسلام تشخص مسخ كولو كوشش دے۔ده ووئيل وزيراعظم او كابينې د پنجاب حكومت ته سپارښتنه كړې چې سيالكوټ پېښه كښې د ككړو نيولو سره دې د هغوې ټرائل زر تر زره پيل كړے شي او هغوې له دې سخته سزا وركولو له ګامونه پورته كړے شي۔ده ووئيل رياست اسلامي جمهوريه پاكستان د اقليتونو سره د تعلق لرونكې هر يو كس له د حقونو تحفظ پابند دے۔ده ووئيل پاكستان ټولنه او حكومت په دې پېښه چې د څه ډول غبرګون څرګندونه كړې ، دې څخه ښكاره شوې چې مونږ د هند او نورو هېوادونو څخه مختلف يو۔ د اطلاعات وزير ووئيل هند كښې د مسلمانانو په ضد دا ډول پېښې رامخې ته كېږي۔ ده ووئيل د سيالكوټ په پېښه ټول قام يو موټے دے، د اے پي اېس پېښې په شان ټول قام په دې پېښه هم يو موټے دے، د پاكستان هر وګړے د دې پېښې غندنه كوي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل په تير وخت كښې د بيلو وجوهاتو په سوب كوم اقدامات نه دې شوي ، مونږ د هغې پلو مخ په وړاندې روان يو۔ده ووئيل د وفاقي كابينې غونډه كښې اليكټرانك ووټنګ مشينز په اړه بريفنګ وركړے شوے۔ اليكشن كمېشن بايد د اي وي اېم په اړه خپله تسلي وكړې، د اليكشن كمېشن پشمول هر يو كس له په دې پوهيدلو ته اړتيا ده، د پوهيدلو نه غير تنقيد او هغه مسترد كول سمه خبره نه ده۔ده ووئيل اليكشن كمېشن چې كوم شرائط وړاندې كړې وؤ د هغې له مخې دې خپل ټينډر وركړي، د نړۍ اي وي اېم مينوفيكچررز به خپل اي وي اېم لے راوړي او مونږ به په هغې عمل درآمد كوو،د اي وي اېم راوړلو مقصد هېواد كښې سبيځلې ټاكنې كول دي۔ده ووئيل ن ليګ او پي پي پي چې څه ډول د سمندر پورې پاكستانيانو له د ووټ حق وركولو په ضد كوم كمپائن چلولے هغه د سياسي خود كشۍ مترادف خبره ده۔ ده ووئيل جد نواز شريف ټوله كورنۍ په بهر هېواد كښې ده ، حسن او حسېن موقف لري چې په مونږ د پاكستان قانون نه لاګو كېږي، داسې ښكاري چې هغوې د پاكستان پارسپورټ ختم كړے۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل مونږ حسن او حسېن له هم موقع وركول غواړو چې په پاكستان كښې د خپل پلار ګوند له ووټ وركړي ۔ده ووئيل بلاول بھټو خپل ټول ژوند په بهر هېوادونو كښې تير كړے، سمندر پورې پاكستانيانو له د ووټ حق وركولو په اړه د هغه د مخالفت وجه په نظر نه راځي۔ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف منشور كښې شامل دي چې سمندر پورې پاكستانيانو له د ووټ حق وركړې شي او دا حق به هغوې ته ضرور ترلاسه كېږي۔ده ووئيل د اي وي اېم په اړه د خبرتيا كمپائن هم پيل شوے ۔ وفاقي وزير ووئيل پبلك اكائونټس كمېټۍ كښې شاملو غړو د وزيراعظم سره څه موده وړاندې ملاقات كړے ، پي اے سي كښې د آډټ نظام په اړه وزيراعظم ووئيل هره محكمه يا اداره كومه چې احتساب ته وده وركوې ، د پي ټي آئي حكومت د هغې په قوي كولو باور لري۔ده ووئيل پبلك اكائونټس كمېټي چې څومره هم شفاف وي پاكستان كښې به شفافيت ته وده ترلاسه كېږي،دې مقصد لپاره مونږ غواړو چې د آډټ نظام قوي كړے شي، موڼږ پي اے سي قوي كول غواړو۔ وفاقي وزير ووئيل د وفاقي كابينې غړو د پبلك اكاﺅنټس كمېټۍ كار لا موثره كولو او اصلاحات لپاره تجاويز وركړي۔د خزانې صلاحكار ، ډاكټر ثانيه نشتر، عامر ډوګر او په سيكريټري كابينه مشتمله يوه كمېټي جوړه شوې كومه به چې د تجاويز جاج اخستو سره په سفارشات اډانه رپورټ وړاندې كوي۔ده ووئيل د خزانې صلاحكار وفاقي كابينې ته د ضروري څيزونو د بيعو تقابلي جاج وړاندې كړے۔ د اطلاعات وزيرچوهدري فواد حسېن ووئيل د ضروري څيزونو بيعې پرله پسې په دويمه اوونۍ كښې هم كمېږي ، حساس اشاريه انډيكس كښې 0.48 فيصده كمے راغلے۔ ده ووئيل راروانې مياشت څخه به راشن پروګرام پيل كړے شي چې پكښې به د 31 زره څخه كم آمدن لرونكو له 30 فيصده رعايت وركولې شي۔ ده ووئيل د كراچۍ او اسلام آباد نه علاوه په ټول هېواد كښې چيني په 90 روپۍ كلو دي ، اسلام آباد او كراچۍ كښې په 97 روپۍ كلو چيني دي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل مونږ پام آئل درآمد كوو نړۍ كښې د پام آئل بيعې زياتې شوې نو د غوړو بيعه دې سره زياته شوې ۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل دال مونګ او دال چنا په بيعه كښې هم استحكام راغلے ۔ده ووئيل 24 ساعته د ګرانۍ په اړه ډنډوره كېږي، مونږ د نړۍ څخه جلا نه يو،كه په نړۍ كښې بيعې زياتېږي نو د هغې اثرت به په مونږ هم مرتب كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل سږ كال د زرعي څانګې نه 400 اربه روپۍ آمدن رتر لاسه شوے ۔ وفاقي وزير ووئيل د منصوبه بندۍ ډويژن او قامي ورثې او كلتور ډويژن ذيلي ادارو كښې د اېم ډي او سي اي او خالي چوكو په اړه بريفنګ وركړے شوے۔ده ووئيل د منصوبه بندۍ ډويژن كابينه خبر كړه چې دا مهال 4 چوكۍ خالي دې په كومو چې د تعيناتيې عمل روان دے۔ د قامي ورثې كلتور ډويژن كابينه خبر كړه چې دا مهال يواځې دوه چوكۍ خالي دي په كومو چې د تعيناتې عمل روان دے۔ د اطلاعات وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د هوا بازۍ وزارت ميسرز سكائي ونګز (پرائيويټ) د قامي هوا بازي پاليسۍ 2019ء ترمخه د هوا بازۍ لائسنس جارې كولو سمري قانوني ضروريات تر سره كولو په وجوهات بيرته اخستلې شوې۔ وفاقي وزير ووئيل د افغانانو آسانيو لپاره كابينې د انساني همدردۍ په بنياد هغوي له د پاكستان څخه د هوائي مزل كولو اجازه وركړې، افغان وګړي اوس د پاكستان هوائي اډو څخه نورو هېوادونو ته مزل كولې شي۔ده ووئيل ”دي اكانومسټ“افغانستان كښې انساني الميه ذكر كړے ؤ ، نن ”نيويارك ټائمز“ هم ليكلي چې هلته څه ډول انساني الميه راپيدا كېږي۔مونږ هڅې كوو چې د افغانستان وګړو لپاره د انساني همدردۍ ترمخه مرسته وركړې شو ۔ ده ووئېل د او آئي سي هېوادونو خارجه وزيرانو غونډه په پاكستان كښې كېږي۔ دوه لكهه 50 زره ميټرك ټنه غنم افغانستان ته به لېږلې شي ، 50 زره ټنه غنم د ورلډ فوډ پروګرام ترمخه لېږلې كېږي دغسې دوه لكهه ټنه مونږ هم افغانستان ته لېږو۔ ده ووئېل افغانستان څخه په 40 څيزونو درآمدي ډيوټي ختمه كړې شوې دغسې چې په سمدستي توګه د افغانستان وګړو ته آسانۍ ترلاسه شي۔ده ووئيل په ميډيا دا خبر راغلے چې د وزيرانو په بهر هېوادونو دورو بنديز لګيدلے ، د روانې اونۍ په مهال شفقت محمود سعودي عرب كښې دے ، معيد يوسف ماسكو او شاه محمود قريشي برسلز كښې دي دغسې نور الحق قادري دوبئي كښې دے ۔ وفاقي وزير ووئيل ميډيا بايد د اوريدلو خبرو تشهير ونه كړي ، فيك نيوز څخه مسئلې راپيدا كېږي او په ټول هېواد كښې سنسني راپيدا كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل د كورنيو چارو وزارت په سفارش عمر سعيد خان د جاسوسي او قومي سلامتيا په ضد هلو ځلو كښې تر درېو مياشتو د نظر بند ساتلو منظوري وركړې شوې ۔ ده ووئيل كابينې د توان وزارت په سفارش ر سي اي او ګوجرانواله اليكټرك پاور كمپني (ګيپكو) مراعات ترسره كولو اختيار بورډ ته د سپارلو منظوري وركړه۔ ده ووئېل كابينې د توان وزارت په سفارش د قاضي محمد طاهر د سي اي او قبائلي سيمو په حېث د اليكټرك سپلائي كمپني (ټرائبل ايرياز اليكټرك سپلائي كمپني) تعيناتولو منظوري وركړې ۔ده ووئيل كابينې د سائنس او ټيكنالوجي وزارت په سفارش د پاكستان سټينډرډز اينډ كوالټي كنټرول اتھارټي له د وركړې كيدونكې ماركنګ فيس يو ډول شرح مقررولو سمري تر راروانو دوو غونډو موخر كړې ۔ ده ووئيل سيد عطاءالرحمان له درېو مياشتو يا تر مستقل ډائريكټر جنرل د راتللو پاكستان سټينډرډز اينډ كوالټي كنټرول اتھارټي ډائريكټرجنرل اضافي چارج وركولو منظوري وركړې ۔دغسې كابينې حنان اكرم له د پيپرا بورډ ممبر په حېث د تعيناتولو منظوري وركړې ۔ده ووئيل كابينې د اوګرا كلن رپورټ 2019-20ء تر راروانې غونډې موخر كړے۔ ده ووئيل د كابينې لپاره د نجكارۍ كمېتۍ په 22 نومبر 2021ء غونډه كښې د شوو پريكړو توثيق كړے۔د نجطارۍ كمېټۍ په نګرانۍ كښې د سب كمېټۍ جوړولو سفارش شوے ؤ۔ وفاقي وزير ووئيل كابينې د اقتصادي رابطه كمېټۍ (اي سي سي) په 22 نومبر او 01 دسمبر 2021 په غونډو كښې د شوو پريكړو توثيق هم كړے۔ دغسې د يو اېس ايډ پروګرام د اړخه په وركړے شوو پرسنل اينډ پروټيكټو ايكوئپمنټ ټيسټنګ آلات كسټم ډيوټي څخه د استثني اجازه وركړې شوې۔ د كابينې لخوا د ګلګت بلتستان لپاره د 10 زره ميټرك ټن اضافي غنمو كوټې ، بلكسر ۔ ميانوالي او ميانوالي او د مظفر ګړھ سړكونو ښه والې او بحالۍ پروګرام منظوري په دې كښې شامل ده۔دې نه علاوه افغانستان څخه درآمد كيدونكو څيزونو ټيرف كښې كمے او د پټروليم مصنوعات آئل ماركيټنګ كمپنيو او ډيلرز په مارجن نظرثاني شوې ۔ده ووئېل د آئل ماركيټنګ كمپنيو غوښتنه زياته وه خو يوه روپۍ 99 پيسې د مارجن منظوري وركړې شوې۔ده ووئيل كابينې د قانون كمېټۍ د 2 دسمبر 2021ء په غونډه كښې د شوو پريكړو توثيق كړے۔ ټريفك جرمانې ري شيډولنګ (موټر وهيكل آرډيننس 1965ء كښې بدلون)، د رولز آف بزنس 1973ء له مخې د نېشنل سيكورټي ډويژن مخصوص چارو ، د پرائيويټائزيشن كمېشن (بورډ غړو استحقاق او سهوليات) قوانين 2021ء منظورۍ نه علاوه د ايئر كرافټ ايكسيډنټ انوسټي ګيشن رولز 2021ء منظوري هم وركړې شوې۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل د كابينې په غونډو كښې د زرعي څانګېد 5 لويو فصلونو په اړه مهم بريفنګ وركړے شوے۔ده ووئيل كابينې د ټريډنګ كارپوريشن آف پاكستان له هېواد كښې د يوريا ضروريات تر سره كولو لپاره د يو لاكهه ټنه يوريا درآمد كولو او د پيپرا ضوابط څخه جزوي استثنيٰ وركولو منظوري وركړې ، د خزانې ډويژن په سفارش كابينې عامر علي خان د اېس اي سي پي چيئرمېن بيا تعيناتي منظوري وركړې، دغسې كابينې د وېسټ انډيز كركټ ډلې د پاكستان دورې لپاره د سيكورټي اقدامات اخستو منظوري هم وركړې۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د نيب چيئرمېن تقررۍ په اړه وړاندې دا تګلاره وه چې وزيراعظم له خپلې نامې اپوزيشن ليډر ته يا اپوزيشن ليډر به خپلې نامې وزيراعظم ته لېږلې ، دغه تګلاره بدله شوې ، صدر مملكت د پارلمان برخه دے ، هغه به د اپوزيشن او وزيراعظم څخه نامې غواړي ، دغه پراسيس پيل شوے۔ رانا شميم په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د هغه معامله په عدالت كښې ده۔ د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور بيان په اړھ ده ووئيل د هغه بيان د سياق و سباق څخه اخوا وړاندې كړے شوے۔

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس