اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي﴾ وزيراعظم محمد نواز شريف د چينائي اولس مشر شي جن پنګ په بلنه د يوې اونې په دوره چين ته ??اړو٬ د وزيراعظم په پلاوي كښې د پنجاب وزيراعلٰي پنجاب شهباز شريف٬ د سندھ وزيراعلٰي مراد علي شاه٬ د خېبر پښتونخوا وزيراعلي پروېز خټك او د بلوچستان وزيراعلٰي ثناالل?? زهري پشمول نور اعلٰي چارواكي شامل دي۔ د دې نه علاو?? په پلاوي كښې د خزانې٬ منصوبه بندې او پرمختګ٬ تجارت٬ رېلوے او د آئي ټي وزيران او سرتاج عزيز شامل هم دي۔ وزيراعظم به د خپلې دورې په مهال د مئي په 14مه او 15مه نېټ?? په بيجنګ كښې د چينائي حكومت تر سيوري لاندې د 26 هېوادونو مشرانو او اعلٰي چاروكو سر?? په ون بېلټ ون روډ فورم كښې ګډون كوي۔ دا فورم په كال 2013م كښې پېل شوے و د چينائي اولس مشر شي جنګ پنګ لخوا سلك روډ د اقتصادي لارې او د 21مې پېړې د نوي سلك روډ د پروګرام برخه ده۔ د فورم مقصد د شريكې مرستې د لارې د پرمختګ شريك اهداف ترلاسه كول دي۔ د فورم په مهال به وزيراعظم د اعلٰي كچې په مذاكراتو كښې ګډون كوي او فورم ته به وېنا هم كوي۔ وزيراعظم د نړې بېلا بېلو هېوادونو سر?? په تعلق لرونكو هغو دريو مشرانو كښې شامل دے كوم به چې د فورم ورستې غونډې ته ??ېنا كوي۔ وزيراعظم به د چين اولس مشر شي جن پنګ او وزيراعظم لي كي چيانګ سره د شريكې خوښې په چارو او د دوه اړخيزه اړيكو ودې لپاره ملاقاتونه هم كوي۔ په دې موقع به د سي پېك پروژې له مخې يو شمېر لوظنامې او د تفاهم يادښتونه لاسليك كولې شي۔ وزيراعظم به د خپلې دورې په مهال په كنفرنس كښې ګډون كوونكو نورو مشرانو سره هم ملاقات كوي۔ وزيراعظم به د چين د هينګ يو صوبې او د هانګ كانګ دوره هم كوي چرته به چې هغه د كاروباري ټولنې او سرمايه كارې په كنفرنسونو كښې شريكو مشرانو سره ملاقاتونه كوي۔
وزيراعظم محمد نواز شريف د چينائي اولس مشر شي جن پنګ په بلنه د يوې اونې په دوره چين ته لاړو
مضمون کا ماخذ : como apostar na mega sena