اس??ام آباد ۔ 23 ستمبر (اے پی پی) پاکستان كښې د المان سفير هرن هارډ شليګ هېك د وزيراعظم د سم??در پورې پاكستانيانو خاص مرستيال سيد ذوالفقار بخاري سره اس??ام آباد كښې ليدلي دي ۔ په دې موقع د المان كمپنۍ جي آئي زېډ سره د شوو 3 ملينه يورو په لوظنامو خبرې شوي۔ د سم??در پورې پاكستانيانو وزارت وياند له مخې د ملاقات په مهال زلفي بخاري د پاكستان او المان ??رم??نځھ په تجارتي او اقتصادي مرسته زور راوړلو سره ووئيل د اوورسیز پاکستانیانو هېواد ته بېرته راتللو نه پس حكومت د روزګار موقعې رامخې ته كولو او معاشي ستونزې لرې كولو له هر ډول ممكنه ګامونه پورته كوي۔ په دې لړ كښې به د المان كمپنۍ ګرانټ په فعاله ډول د وركرز سماجي او معاشي بهترۍ له مصرف كولې شي۔ زلفي بخاري ووئيل د ??ور??نا نه پس په موجوده صورتحال كښې يوازې تكنيكي مرسته ناكافي ده۔ مونږ غواړو چې وركرز سره مرستې سره سره دې ګرانټ څخه آسانې قرضې وركړې شي دغسې چې هغوي په معاشي توګه په خپلو پښو اودرېږي۔ زلفی بخار?? په دې موقع جی آئی زېډ ته بېنكونو سره رابطو كښې د مرستې هم وړاندېز وكړو او د سم??در پورې پاكستانيانو وزارت لخوا ئې په منصوبه پېشرفت له فوكل نمائنده هم تعينات كړو۔ د المان سفير برن هارډ شلېګ هېګ او د جي آئي زېډ چيئرمېن ووئيل آئی زېډ به بېنكونو سره خبره كوي او په دې اړه به راوران ملاقات كښې حتمي مسوده وړاندې كوي۔
د المان سفير بن هارډ شلېګ هېك د خاص مرستيال سيد ذوالفقار بخاري سره وليدل
مضمون کا ماخذ : سپر اسپنر