جنيوا 09 جنوری (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان سېلاب ځپليو مرستې او بحالۍ لپاره په نړيواله كچه هڅې كاميابې شوي٬د وزيراعظم په مشرۍ كښې حكومتي پلاوي لويه كاميابي تر لاسه كړې ٬د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره د اربونو ډالرو مرستې اعلان شوے۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري بيان له مخې په جنيوا كنفرنس كښې نړيوالو مالياتي ادارو او دوست هېوادونو په پاكستان كښې سېلاب ځپليو لپاره د مرستې اعلان كړے۔د اسلامي ډوېلپمنټ بانك ګروپ لخوا د 4 اربه 20 كروړه ډالرو اعلان شوے۔دغسې د ورلډ بانك لخوا د وزيراعظم شهباز شريف د هڅو په نتيجه كښې د سېلاب ځپليو لپاره د 2 ارب ډالره د مرستې اعلان هم شوے۔
مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں