بيجنګ 18 اکتوبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي بېلټ اېنډ روډ انيشي اېټو (بي آر آئي) پرمختګ٬ سوكالۍ او منطقې لپاره ګېم چېنجر منصوبه ده، سي پېك د بي آر آئ?? فليګ شپ منصوبه ده، پاکستان كښې پ?? سي پېك كښې د نورو هېوادونو او شراكت دارو هركلے كو??٬ نړۍ ماحولياتي بدلون٬ غذائي تحفظ او د وباء چلېنجز سره مخ ده٬ مشتركه پرمختګ او د سوكالۍ منصوبو كښې د انسانيت خېر دے۔ د شورو په ورځ د بېلټ اېنډ روډ د لوړې كچې درېم فورم ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل په بي آر آئي فورم كښې پ?? ګډون كو??نكو ډېر خوشحاله شوے يم?? په بېلټ اېنډ روډ تصور صدر شي جن پنګ له مباركي وركوم ، بي آر آئي د ترقي او خوشحالۍ منصوبه ده٬ بي آر آئي او د سي پېك لس كاله بشپړ شوي٬ ده ووئېل په اولسي كچه رابطو او معاشي پرمختګ ته د بي آر آئي نه وده ترلاسه شوې ۔ ده ووئيل هم جامع روابط د اولس د خوشحالۍ سبب جوړېږي۔ ده ووئيل د چين د پرمختيائي ماډلز څخه ډېر زيات متاثره يم?? نړۍ كو??ه چې ماحولياتي بدلون،غذائي تحفظ او د وباء چېلنجز سره مخ ده٬ ټرانسپورټېشن، توان او د ډيجيټل تفريق خاتمې لپاره نړيواله سرمايه كاري ضروري ده۔ ده ووئيل په كال 2013 كښې پ?? پاكستان كښې د بي آر آئي د فلېګ شپ منصوبې “سي پېك” پېل شوې او د دې منصوبې له مخې د 25 اربه ډالرو 50 منصوبې ترسره شوي دي٬ د سي پېك منصوبو سره په پاكستان كښې اته زره مېګاٶاټ برېښنا پېدا كېږي او د لس زره مېګاٶاټ منصوبې ترسره كېدونكې دي۔ ده ووئيل ګوادر كښې به ډېر زر نړيوال هوائي مېدان فعاله شي٬ د كو??لې مواصلاتي روابطو د لارې به زراعت او صنعت ترقي وكړي۔ ده ووئيل د كروړونو په شمېر خلق د غربت نه په رابهر كو??و د چين مشران د پېرزوئنيو مستحق دي٬ پاکستان به په سي پېك كښې د نورو هېوادونو او شراكتدارو هركلے كو??
بېلټ اېنډ روډ انيشي ايټو منطقې لپاره ګېم چېنجر منصوبه ده، پاکستان كښې په سي پېك كښې د نورو هېوادونو او شراكت دارو هركلے كوٶ۔ د وزيراعظم انوار الحق کاکړ د بي آر آئي فورم ته وېنا
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری نمبر