اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) خارجه وز??ر شاه محمود قريشي وئيلي دي مونږ له به په خارجه ډګړ د پرتو چېلنجونو تر مخه په نړيواله كچه تحقيق منظرعام ته راوستل وي. ده دا خبرې د شورو په ورځ د انسټي ټيوټ آف ريجنل سټ??يز ﴿آئي آر اېس﴾ دورې كولو ??ه مهال وكړې. خارجه سېكرټري سهېل محمود او د خارجه وزارت نور اعلٰي چارواكي هم خارجه وز??ر سره ملګري وو. د آئي آر اېس صدر اېمبسېډر نديم رياض د خارجه وز??ر مخدوم شاه محمود قريشي هركلے وكړو. په دې موقع خارجه وز??ر د انسټي ټيوټ آف ريجنل سټ??يز د نوې ودانې پرانسته وكړه او په وز??ټرز بك كښې ئې خپل تاثرات وليكل. خارجه وز??ر په دې موقع د انسټي ټيوټ آف ريجنل سټ??يز ??حقېق??نو ته وېنا هم وكړه. خارجه وز??ر د انسټيوټ نوې ودانې ته په منتقل كېدو پرېذيډنټ اېمبېسډر نديم رياض او د هغه ټولې ډلې له مباركي وركړه او وې وئيل زه په دې خوشحاله شوم چې د انسټي ټيوټ آف ريجنل سټ??يز ??وې ودانې په تكنيكي حواله په به بشپړه توګه فعاله ده. خارجه وز??ر ووئيل نن د انسټي ټيوټ آف ريجنل سټ??يز ذمه وارې څو چنده زياتې شوي. ده ووئيل مونږ له به په خارجه محاذ پراته چېلنجونه په نظر كښې ساتلو سره په نړيواله كچه تحقيق منظرعام ته راوستل وي. د دې ادارې لا فعاله كولو ??پاره به هر ډول ممكنه هڅې او وسيلې په كار راوستلې شي. ده ووئيل په دې بدلېدونكو حالاتو كښې به مونږ ته غوره حكمت عملي وضع كول وي. يوويشتمې پېړې ته د آسيا پېړې وئيلې شي چرته چې چين د يو لوي معاشي طاقت په توګه رامخې ته كېږي۔ده ووئېل مونږ له به چين سره په ګڼ شمېر څانګو كښې مرسته زياتول او سيمه ايز استحكام ته خپل پام ګرځول وي. خارجه وز??ر د انسټي ټيوټ د بېلا بېلو څانګو دوره وكړه او د انسټي ټيوټ د صدر د كاركردګۍ ئې ستائنه وكړه.
مونږ له به په خارجه ډګر د پرتو چېلنجونو تر مخه په نړيواله كچه تحقيق منظرعام ته راوستل وي. د خارجه وزير شاه محمود قريشي د انسټي ټيوټ آف ريجنل سټډيز دورې په مهال محقيقنو ته وېنا خارجه وزير د انسټي ټيوټ آف ريجنل سټډيز د نوې ودانې پرانسته هم وكړه
مضمون کا ماخذ : سپرمین: فلم