اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې پاکستان سنګاپور سره په ټولو څانګو كښې په خاص توګه اقتصادي څانګه كښې دوه اړخيزه اړيكې قوي كولو او هغې ته لا پراختيا وركولو خوښي لري۔ اولس مشر دا خبرې سنګاپور لپاره نومولي شوي هائي كمشنرې رخسانه افضال سره وكړې چا چې د شورو په ورځ دوي سره په ايوان صدر كښې ليدلي۔ اولس مشر د دواړو هېوادونو ترمېنځه د شريك وزارتي كمېسون په كچه په باقاعدګۍ سره د روابط په ضرورت زور رواړو۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارت حجم د ص??احيت نه كم دے٬ نومولې شو?? هائي كمشنره دې د دوه اړخيزه تجارت دوې او د آزاد تجارت لوظنامې لپاره د مقصد وړ خبرو اترو لپاره كار وكړي۔ اولس مشر زور رواړو ھغه دې سنګاپور كښې د پاكست??ن كاروباريان پاكست??ن كښې د سرمايه كار دوست ماحول څخه استفاده كولو لپاره قائل كولو سره سره په آسي??ن كښې د پاكستان فل ډائيلاګ پارټنرشپ لپاره ټولې ممكنه هڅې وكړي۔ اولس مشر سنګار پور لپاره نومولې شو?? هائي كمشن??ې لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه د دې اميد څرګندونه ئې وكړه د رخسانه افضال د سفارتي مودې په مهال به د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه اړيكې لا وده ومومي۔
پاکستان سنګاپور سره په ټولو څانګو كښې په خاص توګه اقتصادي څانګه كښې دوه اړخيزه اړيكې قوي كولو او هغې ته لا پراختيا وركولو خوښي لري
مضمون کا ماخذ : سائٹس de loteria confiáveis