اسلام آباد۔27فروری (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف او د هېواد سباؤن خپلو ځوانانو ته د “يوتھ پروګرام” لس كاله په بشپړېدو مباركي وركولو سره وئيلي دي وفاقي حكومت كال 2023ء د ځوانانو كال ګرځولے دے ٬ هېواد ته د پیښو ستونزو باجود مونږ له خپلو ځوانانو څخه سترګې نشوو پټولې٬ له همدې امله د ځوانانو پروګرام يو ځل بيا پېل كېږي۔ د ګل په ورځ د ځوانانو اونۍ (يوتھ ويك)په مناسبت خپل پيغام کښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل په كال 2011 كښې چې مونږ كوم پروګرام پېل كړے ؤ هغه په كال 2013 كښې د دهغې وخت وزيراعظم نواز شريف ګرد هېواد ته ورسولو٬ دا انقلابي پروګرام د ځوانانو په پرمختګ كښې سنګ ميل ثابتېږي۔ د دوي زده كړو ٬ هنر ٬ روغتيا او روزګار سره به پاكستان پرمختګ وكړي٬ وزيراعظم په دې موقع دا اعلان وكړو چې وفاقي حكومت كال 2023ﺀ د ځوانانو كال ګرځولے دے٬ ده ووئېل په دې مهال به بېلې دستورې كولې شي٬ خواري كښو او ذيركو كوچنيانو ته به لېپ ټاپ وركولې شي٬ د نورو سكيمونو د لارې به د ځوانانو ډاډګيرنه كولې شي۔ ده ووئيل زمونږ د هېواد 68 فيصد وداني په ځوانانو مشتمل ده ٬ هم دې ويژن له مخې مو یوتھ پروګرام پېل كړے ؤ ٬ پنجاب اېجوکېشن انډومنټ فنډ مو جوړ كړے ؤ ، لېپ ټاپ سکیم پېل كړے شوے ؤ ٬ دغسې ځوانانو ته له سود څخه پاكې او په آسانو شرطونو قرضې وركړې شوي ٬ خواري كښو او ذيركو زده كوؤكو ته وظيفې وركړې شوي ٬ دوي ته په بهر هېوادونو كښې د زده كړو ترلاسه كولو موقعې وركړې شوې۔ ده ووئيل څه وخت چې مونږ د حكومت ذمه وارۍ ترلاسه كړې نو هېواد سختو معاشي ستونزو سره مخ ؤ ٬ سېلاب زمونږ ستونزې لا زياتې كړي خو د دې هر څه بادجود مونږ له ځوانانو څخه پام بل پلو ګرځولے نه شوو ولې چې دوي سره زمونږ سباؤن تړلے دے او هم له دې امله یوتھ پروګرام يو وارې بيا پېل كړے شو٬ ده ووئېل د وسائلو او د دې د كار دائره لا پراخه كړې شوې او د كركيلې پشمول نورې څانګې هم په دې پروګرام كښې شاملې كړې شوي ٬ ځوانانو ته يو وارې بيا د سود نه پاكې قرضې وركولې شي دغسې چې دوي د روزګار د لارې د خپلو خاندانونو كفالت وكړي او د هېواد په پرمختګ كښې عملي كردار ترسره كړي
وفاقي حكومت كال 2023 د ځوانانو كال ګرځولے٬ هيواد ته د پيښو معاشي ستونزو باجود د خپلو ځوانانو څخه پام بلخوا نشوو ګرځولے۔ د وزيراعظم شهباز شريف د يوتھ ويك په موقع ځوانانو لپاره پيغام
مضمون کا ماخذ : مڈاس گولڈ