اسلام آباد۔22فروری(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي حليم عادل شېخ ته د سندھ حكومت د كرپشن او نااهلۍ په ګوته كولو سزا وركولې شي۔ په هغه تشدد سره د قانون سپكاوے كولې شي۔ د سندھ حكومت رويه مونږ د 70 لسيزې په لوري بيايي۔ سندھ حكومت بايد د قانون احترام وكړي ،حلیم عادل شېخ سره چې كومه رويه اختيار كړې شوې د هغې غندنه كوؤ۔ حلیم عادل شیخ يو نه يرېدونكے ٬ بې باكه او د عمران خان مضبوط سپاهي دے۔ مونږ به دا معامله د اسمبلۍ په شمول په هر يو پلېټ فارم پورته كوؤ۔ تر كومې چې د پېسې سياست وي جمهوريت به مضبوط شي او نه معيشت۔ د كمې شمېرې باوجود پي پي بي په كوم بنياد د سېنېټ ټاكنو ګټلو ادعا كوي۔ د تھرپارکر ضمني ټاكنو كښې د پي ټي آئي كارمندان تنګ كړې شوي۔ د ډسكه ټاكنو پرېكړه به مونږ تسليموو۔ (ن) لیګ ماډل ټاؤن او فېصل آباد څخه د تشدد سياست معارفي كړے۔ د طاقت او لالچ سوچ به ختمول وي۔ د جمهوريت اصلي مېوې د حقيقي نمائندګانو د لارې رامخې ته كېدې شي۔ د سېنېټ په ټاكنو كښی د كرپشن ختمولو له حكومت عملي ګامونه پورته كوي۔ پی ټی آئی نه ، نورو ګوندونو د تشدد سياست پېل كړے۔ په كے پي كے او نوښار كښې ټاكنې په امن سره شوي۔ د تشدد كلتور به بدل كړؤ۔ د الېكټرانك ووټنګ معارفي كولو جاج اخلو۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ هغه ووئيل حلیم عادل شېخ په سندھ اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر جوړېدو نه پس د سندھ حكومت كرپشن په رامخې ته كولو تشدد سره مخ كړے شوے ۔ په هغه تشدد كولو سره د قانون سپكاوے شوے۔د سندھ حكومت بايد د قانون احترام وكړي۔ عادل شېخ سره چې كوم ناوړه سلوك شوے د هغې غندنه كوؤ او دا معامله به د اسمبلۍ په شمول په هر يو پلېټ فارم پورته كوؤ۔ هغه ووئيل حليم عادل شېخ سره شوے ناروا سلوك قانوني او اخلاقي جواز نه لري۔ هغه ووئيل د سندھ او په خاص توګه د كلي والو سيمو اولس د غلامۍ ژوند تېروي۔
حليم عادل شېخ ته د سندھ حكومت د كرپشن او نااهلۍ په ګوته كولو سزا وركړې كېږي شي۔ په هغه تشدد د قانون سپكاوے دے۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی چانسز