اسلام آباد 15مارچ (اے پی پ??) د ترهه ګرۍ مخ نيوي خاص عدالت د صدر ??اكټر عارف علوي پشمول د پاكستان تحريك انصاف ټول مشران په پارلمان د بريد كيس كښې بري كړي ۔د نهې په ورځ د ترهه ګرۍ مخ نيوي د خاص عدالت جج محمد علي وړائچ د مقدمې اورېدنه وكړه۔په دې موقع صدر ??اكټر عارف علوي٬خارجه وزير شاه م??مود قرېشي٬د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود او د پاكستان تحريك انصاف مركزي لارښود سېف الله نيازي پشمول نور مشران په عدالت كښې وړاندې شول۔عدالت د تورنو حاضري لګولو نه پس دوي ته د تللو اجازه وركړه٬عدالت د ټولو دلائلو په اورېدو پريكړه م??فوظ كړه كومه چې لږ وخت پس واورولې شوه۔ دغسې عدالت ټول تورن د ثبوت نه لرلو په بنا بري كړل۔په دې مقدمه كښې عدالت وزيراعظم عمران خان وړاندې بري كړے ؤ
مضمون کا ماخذ : bolão lotomania