اسلام آباد 01 فروري(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د پنجاب اسمبلۍ سپيكر چوه??ري پروېز الهي د كورونو وفاقي وزير طارق بشير چيمه او د قامي اسمبلۍ غړي چوه??ري مونس الهي د ګل په ورځ ملاقات كړے او ورسره يې د هېواد په سياسي صورتحال خبرې كړي۔د ملاقات په مهال خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬د دفاع وزير پروېز خټك او د تعليم وزير شفقت محمود هم موجود وو۔د وزيراعظم د مېډيا دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د پنجاب اسمبلۍ سپيكر چوه??ري پروېز الهي د چوه??ري شجاعت حسېن پوښتنې لپاره د هغه استوګنې ته په تګ د وزيراعظم مننه وكړه۔وزيراعظم د چوه??ري شجاعت حسېن روغتيا لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔دغسې د پنجاب اسمبلۍ سپيكر وزيراعظم ته د پنجاب اسمبلۍ د نوې ودانۍ د پرانستې په دستوره كښې د ګډون كولو بلنه هم وركړه
مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا