پېښور 04 نومبر (اے پي پي) وړومبۍ ميرمن ثمينه علوي د بېلو ناروغو په ضد جنګ كښې د ليډي هيلتھ ورکرز کردار ستائلو سره په هغوې زور راوړې چې پھ اسياﺀ كښې په تندۍ سره خپريدونكې برېسټ کينسر په ا??ه په اولس كښې خبرتيا پيدا كولو كښې کردار ترسره كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې په کوهاټ روډ د بنيادي مرکزي ??حت ګلشن رحمان کالونۍ كښې برېسټ کينسر په ا??ه خبرتيا سېشن ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع ورلډ هيلتھ آرګنائزيشن (ډبليو ايچ او) پاکستان كښې نمائنده ډاکټر مهي پالا پاليتھا پشمول نور چارواكو هم ګډون وكړو۔ثمينه علوي ووئيل برېسټ کېنسر يوه تشويشناکه مسئله ده كوم له امله چې ګڼ شمير ميرمنو ژوند ځپلې شوې او د دې رنز په ا??ه خبرتيا پيدا کولو ته ا??تيا ده۔دې ووئيل ما خپل ځان دې مقصد لپاره وقف کړې دې او ښار ښار ته تللو سره وګړو او په خاص توګه ميرمنې د دې رنز د سنګينۍ څخه خبروم۔ده ووئيل كه خبرتيا پيدا كړې شي نو وګړي به د دې مخنيوي لپاره اقدامات وكړي او د دې رنز څخه به محفوظ پاتې شي۔دې خبردارې وركړو چې د برېسټ کينسر زر تشخيص سره د مرګ امکانات کميږي او 97 فيصده کيسز ښه كيږي خو په وخت د دې تشخيص ونه شي نو د دې خراب اثرات رامخې ته كيږي۔دې ووئيل زه په سرکاري روغتونونو كښې د ??حت آسانيو ښه كولو ته پام لرنه كوم او هر يو مرکز ??حت له د درملنې ټول ضروري آلات وركولو له چمتو يو۔دې ووئيل په دې لړ كښې بايد هره يوه محکمه خپل کردار ترسره كړي ځكه چې ??حت يوه مهمه څانګه ده كومې ته چې خاص پام لرونې كولو ته ا??تيا ده۔دې ووئيل ميرمنې بچي او كورنۍ په سمه لاره روانولو كښې مهم كردار ترسره كوي او دې مقصد لپاره هغوي ګڼ كارونه ترسره كوي او دغسې زياتره خپل ??حت نظر انداز کوي۔دې په پاکستان كښې د ډبليو ايچ او نمائنده ته هم خواست وكړو چې په دې لړ كښې اقدامات وكړي او هغوي په بېل سماجي او پيشه وره هلو ځلو كښې شاملې كړي دې ووئيل ډبليو ايچ او خېبر پښتونخوا كښې ليډي هيلتھ ورکرز له سختو رنزونو په ا??ه معلومات په حقله تربيه وركړې ده۔دې نه پس وړومبۍ ميرمن بي ايچ يو بېلو برخو دوره وكړه او ليډي هيلتھ ورکرز له ئې اسناد هم وركړل
ليډي هيلتھ ورکرز دې په اسياﺀ كښې په تندۍ سره خپريدونكې برېسټ کينسر په اړه اولس كښې خبرتيا پيدا كولو كښې خپل کردار ترسره كړي،وړومبۍ ميرمن ثمينه علوي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ