كراچې 12 فروري (اے پي پي) د خزانې او محصولاتو وفاقي وزير شوكت ترين وئيلي دي چې معيشت په سم لوري روان دے، د پاكستان تحريك انصاف حكومت په سباٶن كښې د آئي اېم اېف د قرضونو نه بچ كېدو لپاره په جامع او پائيدار پرمختګ كار كوي. ده دا خبرې د خالي په ورځ د كراچې په چېمبر كښې د كامياب ځوان مركز د پرانستې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. په دې موقع د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيال عثمان ډار هم موجود وو. د خزانې وزير شوكت ترين ووئيل چې اوسني حكومت ځوانان بااختياره كولو لپاره كامياب ځوان پروګرام پېل كړے دے او دا يو كامياب پروګرام دے. ده ووئيل چې معيشت په سم لوري روان دے، د پاكستان تحريك انصاف حكومت په سباٶن كښې د آئي اېم اېف د قرضونو نه بچ كېدو لپاره په جامع او پائيدار پرمختګ كار كوي.
مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena