اسلام آباد۔10جولائی(اے پی پی)وزیراعظم شهباز شریف په محرم الحرام كښې د امن وضعه برقرار ساتلو له صوبو سره د فعاله تړون ساتلو سپارښتنې كولو سره ??ئي??ي دي په امنيتي چارو كښې مرستې سره به قامي يووالي ته وده ترلاسه شي٬ د معاشي هدفونو سر كولو له سپېځلتيا او خپل احتساب په خپله كولو ته اړتيا ده٬ معيشت په سم لوري روانولو له به سختې پرېكړې او اصلاحات كول وي٬ د معاشي هدفونو سر كولو له سپېځلتيا او خپل احتساب پخپله كولو ته اړتيا ده ٬ د ډاؤن سائزنګ او رائټ سائزنګ په كار كښې سستي او تاخيري حربې به ونه زغملې شي٬ پی ډبلیو ډی ختمولو څخه انكار په هېڅ صورت د قبلولو نه دے٬ چين سره همكارۍ ته وده وركولو له به ګړندے پېشرفت باوري كول وي٬ د روسيه صدر سره ملاقات كښې په تجارتي او د سرمايه كارۍ په رابطو بشپړه خبرې وشوې٬ د ټيوب ويلونو شمسي توان ته منتقل كولو سره به قيمتي زرمبادله بچت شي ، په ګرد هېواد كښې په تېلو چلېدونكې 10 لكه ټيوب ويلونه شمسي توان ته منتقل كولې شي٬ ټولو وزارتونو له به كاركردګي ښه كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ د كابينې غونډه كښې خپلو خبرو كښې وكړه۔ وزیراعظم و??ئي?? تېره ورځ د خېبر پښتونخوا په وزيرستان سيمه كښې شهادتونه شوي۔ په كراچۍ كښې د سي ټي ډي ډي اېس پي هم شهيد كړے شو۔ د هغوي لوړو درجو له لاس په دعا يؤ او د شهيدانو غمجنيو كورنيو سره غمرازي ښكاره كوؤ۔ وزيراعظم و??ئي?? د محرم الحرام په مهال د داخله وزارت او صوبو او نورو اړوندو ادارو ترمينځه دې فعاله تړون وساتلے شي۔ صوبې چې وفاقي حكومت څخه كومې هم مرستې ته اړتيا لري هغه دې وركړې شي۔ دغسې د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان حكومتونو سره دې هم رابطه وكړې شي۔ په امنيتي چارو كښې همكارۍ سره به قامي يووالے وده ومومي۔ وزیراعظم و??ئي?? ما اول د تاجكستان دوره وكړه او بيا مې د شنګھائي مرست تنظيم په سرمشريزه غونډه كښې ګډون وكړو۔ د بېلو هېوادونو مشرانو سره ګټور ملاقاتونه وشول۔ د روسيه صدر پيوټن سره تجارتي او د سرمايه كارۍ رابطو ته وده وركولو له بشپړه خبرې وشوې او په دې اړه عملدرآمد لپاره د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې يوه كمېټي جوړه كړې شوې۔ ده و??ئي?? د چين دورې څخه وروستو مې په مهمو څانګو كښې لا مرستې له بريفنګ اغستے۔ ټولو وزارتونو له به چين سره په بېلو څانګو كښې همكارۍ لپاره بشپړه تېاري او اقدامات كول وي۔ وزیراعظم و??ئي?? په بلوچستان كښې 28 زره ټيوب ويلونه شمسي توان ته د منتقل كولو پرېكړه شوې ۔ ټیوب ویلونو لپاره د و??اق لخوا وركړې كېدونكې 80 اربه روپۍ ضائع كېدې ٬ مونږ يو لوئې پړاؤ ترسره كړے۔ ده و??ئي?? په هېواد كښې 10 لكه ټېوب ويلونه په تېلو چلېدل او مونږ د كال د درې نيم اربه ډالرو تېل درآمد كوؤ٬ دې لپاره يو د بزنس ماډل جوړولو او صوبو سره نزدې تړون ته اړتيا ده۔ وزیراعظم و??ئي?? د ټيوب ويلونو شمسي توان ته اړولو سره به د قيمتي زر مبادله بچت وشي او كرونده ګرو ته به ازرانه برېښنا وركړې شي۔ وزیراعظم شهباز شريف و??ئي?? پاکستان نېشنل شپنګ کارپورېشن سره 10 نه تر 12 بحری بېړۍ دي خو تنخاګانې 500 اربه روپۍ دي او 5 اربه ډالره هېواد هر كال د بحري بېړيو د كرايه په مد كښې ادا كوي٬ په كراچي بندر ځاے د روان كرپشن مخنيوي له به اقدامات كول وي٬ په کراچی بندر ځاے د 1200 اربه روپو غلا كيږي٬ دا پېسه په پرمختيائ?? منصوبو داسو او ديامر بھاشا ډېم مصرف كېدې شي۔ ده ووئېل بنګله دېش او هندوستان زمونږ په مقابل كښې ډېرې زياتې بحري بېړۍ لري۔ د معاشي هدفونو سر كولو له سپېځلتيا او خپل احتساب په خپله كولو ته اړتيا ده۔ ده و??ئي?? هيله ده چې د ریئل سټېټ په څانګه ټېكسونو سره به 100 اربه روپۍ ترلاسه شي۔ ده و??ئي?? هيله ده چې د آئي اېم اېف ممكنه پروګرام د پاكستان ورستے پروګرام وي۔ آئي اېم اېف څخه د خلاصي هدف سر كول د قربانۍ او ايثار سره تعلق لري٬ د معيشت په سم لوري روانولو له به سختې پرېكړې او اصلاحات كول وي۔ ده و??ئي?? بې وزله طبقې ته ريليف وركولو له و??اق پرمختيائي بجټ څخه د 50 اربه روپو انتظام شوے٬ درېو ميا??تو له به د برېښنا صارفينو ته ريليف وركولې شي خو په دې موده كښې به د اضافي مالي وسائلو انتظام كول وي۔ ده و??ئي?? هېواد زياته برېښنا لري خو لوډشېډنګ په هغه سيمو كښې كولې شي چرته چې د برېښنا غلا كيږي٬ په خرڅونو كښې كمي لپاره د ډاؤن سائزنګ او رائټ سائزنګ پخپله نګراني كوم٬ د پی ډبلیو ډی بندولو په پرېكړه عملدرآمد كښی تاخير به ونه زغملے شي٬ دې لپاره دوه اوونۍ وخت وركړے شوے ؤ كوم چې مكمل شوے۔ مونږ له دا بندول دي او په دې لړ كښې مونږ د متبادل سسټم انتظام هم كړے ، د پنجاب په ماډل به عمل كولې شي۔ وزیراعظم و??ئي?? مونږ له به كفايت شعاري خپلول وي٬ قام نتيجې غواړي۔ د تجارت وزير دې برآمدات 60 اربه ډالرو ته رسولو له پلان جوړ كړي۔ د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره به مونږ له په معاشي چېلنجونو قابو موندلو سره مخ په وړاندې تلل وي٬ دغسې ټولو وزارتونو له به خپله كاركردګي لا ښه كول وي۔
معيشت په سم لوري روانولو له به سختې پرېكړې او اصلاحات كول وي٬ د معاشي هدفونو سر كولو له سپېځلتيا او خپل احتساب پخپله كولو ته اړتيا ده ٬ وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج