ملتان 10اکتوبر(اے پی پی)د كورنيو چارو وزيرمملكت عبدالرحمان كانجو وئيلي دي د وزيراعظم محمد شهباز شريف د انقلابي پروګرامونو څخه به د كركيلې پرمختګ خوب ضرور تعبير ومومي ٬تر څو چې زمونږ كروندګر خوشحاله نه وي تر هغه وخت د پاكستان معيشت پرمختګ نشي كولې٬د دې مقصد ترلاسه كولو لپ??ره كوټلې اقدامات پورته كېږي٬د كركيلې څانګه د معيشت قوي كولو لپا??ه د ملا د تير حېثيت لري۔د پاكستان كاټن جنرز اېسوسي اېشن مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل كړې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ايم پي اے رانا محمد سليم حنيف لخوا د پاكستان كاټن جنرز اېسوسي اېشن نو ټاكلي شوي چيئرمېن چوهدري وحيد ارشد٬سينئر وائس چيئرمېن ??و وائس چيئرمېن ??انا محمد وسيم حنيف په درناوي كښې دستورې ته د خاص مېلمه په توګه د وېنا كولو په مهال وكړه۔په غونډه كښې پخواني صوبائي وزير حاجي عرفان خان ډاها٬ ایډوائزر ټو پرائم منسټرعبدالغفار ډوګر٬ايم اېن ??ے او وفاقي پارليماني سيكرټري محمد خان ډاها و نورو مشرانو ګډون وكړو۔رانا محمد سليم حنيف وئيلي دي وزيراعظم محمد شهباز شريف او پي اي?? اين د مسئلو حل كولو صلاحيت لري٬د پومبې په پیدوار كښې زياتوالې د كروندګرو خوشحالۍ او د هېواد په معيشت كښې بهترۍ لپ??ره ضروري دے دغسې چې په معاشي بحران ختمولو كښې كردار ادا كړے شي
د وزيراعظم محمد شهباز شريف د انقلابي پروګرامونو څخه به د كركيلې د پرمختګ خوب ضرور تعبير ومومي۔وزيرمملكت عبدالرحمان كانجو
مضمون کا ماخذ : خداؤں کی عمر