اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان د ماډل پناه ګاهؤجوړولو په پيشرفت د تسلۍ لرلو سره دغه ټاكلې موده كښې سر ته د رسولو او مېشته وګړو ته د اسانيووركړې ته د خاص پام لرنېسپارښتنه كړې۔ د جمعېپه ورځ وزيراعظم عمران خان سره د غربت كمولو او د سماجي تحفظ خاص مرستيالې ډاکټر ثانيه نشتر ملاقات كړے۔ د ملاقات په مهال دې وزيراعظم ته د نوي ماډل پناه ګاهو په پيشرفت تفصيلي بريفنګ وركړے۔په دې مهال وزيراعظم سپارښتنه كړېچې د پناه په ځايونو كښېد مېشته وګړو د اسانيو خاص خيال وساتئ۔ ده ووئيل حكومت د پناه د ماډل پناه ګاهوپه جوړولو يو مثال جوړوي، په ماډل پناه ګاهو جوړولو كښې به شتمن او بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان په دې كار كښې د حكومت سره اوږه په اوږه ولاړ وي۔ ده ووئيل حكومت په دې پناه ځايونو كښې كار كونكې عملې ته د نړيوال معيار تربيه وركوي، د پناه ځايونو سره د احساس ون ونډو سنټر څخه به مستحقو كسانو ته تر سهولتونو رسنه ممكن شي۔ وزيراعظم ته ووئيل شول د پناه ګاهؤلپاره مركزي اېډوائرزي بورډ جوړشوے او د پناه هر ځاے لپاره به څلور كسيزه انتظامي بورډ هم ډېر زر جوړ كړے شي، راتلونكې اونۍ كښې به د هرې پناه ګاه لپاره د ډيجيټل مانېټرنګ نظام اجراء هم وكړې شي،دغسې د څلورو پناه ګاهو لپاره د خاص ودانيو جوړولو په لړ كښې زمكه هم په ګوته كړې شوې ، د پناه ګاهو جوړولو كار به په يو كال كښې بشپړ كړے شي۔ وزيراعظم ته ووئيل شول احساس ون ونډو سنټر، مزدورانو لپاره ”کېش فار ورك” پروګرام اود پناهځايونه په معاشي توګه مستحكم كولو لپاره كمرشل برخه به د ماډل پناه ګاهو په جوړولو كښې شامله وي٬ د ملاقات په مهال د بېت المال اېم ډي ملك ظهير عباس کھوکھر هم موجود ٶ
وزيراعظم عمران خان د ماډل پناه ګاهؤ ټاكلې موده كښې د جوړولو او مېشته وګړو ته د اسانيو وركړېته د خاص پام لرنې سپارښتنه كړې
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا انعام