اسلام آباد۔23مارچ(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د تحریک آزادۍ د لارښودو د زياتو او پرله پسې ستړو په نتيجه كښې د سوئيلي آسيا ??سل??انانو لپاره د يو جلا وطن خوب ريښتيا شو ، زمونږ پلار نيكه پاكستان لپاره ځانګړې قربانۍ وركړې٬ د ګرانۍ ٬ بې روزګارۍ ٬ ګرځنده قرضو ٬ ماليتي او تجارتي خسارې او د ترهګرۍ په شمول هېواد ته پېښو ټولو چېلنجونو څخه خبر يؤ٬ د پياوړې پالېسي اصلاحات د لارې د هېواد د معاشي بحالۍ او سوكالۍ عزم لرؤ۔ د پاكستان ورځې په موقعه خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل زه په دې ورځ پاكستاني اولس او بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته د زړه له كومي مباركي وركوم۔ ده ووئيل 23 مارچ زمونږ د تاريخ يوه مهمه ورځ ده۔ كال 1940 كښې هم په دې ورځ ??سل??انانو د تاريخي “قرارداد لاهور” د لارې د يو جلا هېواد غوښتنه وكړه۔ د تحریک آزادۍ د لارښودو د زياتو او پرله پسې ستړو په نتيجه كښې د سوئيلي آسيا ??سل??انانو لپاره د يو جلا وطن خوب ريښتيا شو او په 14 اګست 1947 پاكستان د نړۍ په نقشه د يو آزاد هېواد په حېث رامخې ته شو۔ ده ووئيل پاكستاني اولس په 8 فروری 2024 شويو ټول ټاكنو كښې خپل لارښود وټاكل چې په نتيجه كښې يۍ په وفاقي او صوبائي كچه حكومتونه جوړ شوي دي۔ ده ووئيل مونږ پاكستان ته پېښو سختو چېلنجونو څخه ښه خبر يؤ په كومو كښې چې ګراني ٬ بې روزګاري ٬ د توان څانګې مخ په زياتېدونكې ګرځنده قرضه او تر ټولو زيات د ترهګرۍ مسئله ده۔ ده ووئيل د يو قوم په حېث به مونږ له د دې غېر معمولي حالاتو مقابله كول وي۔ ده ووئيل راځۍ چې نن پاكستان د امن ٬ پرمختګ او استحكام مركز جوړولو له د خپل كلك لوظ پخلے وكړؤ۔ ده ووئيل راځۍ چې په ګډه يو داسې هېواد لپاره هڅې وكړؤ كوم چې هر ډول مذهبي ٬ نسلي او سياسي تفريق څخه پاك وي او چرته چې زمونږ د ګډې اقدار وده ومومي ٬ تل دے وي پاكستان۔
زمونږ مشرانو پاكستان لپاره ځانګړې قربانۍ وركړې ٬ د پاليسي اصلاحات د لارې د معاشي بحالۍ او سوكالۍ عزم لرؤ٬ د وزيراعظم شهباز شريف د پاكستان ورځې په موقعه پيغام
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے فوائد