اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) د پاکستان د قامي اسمبلۍ په كوربتوب كښې د اقتصادي مرستې تنظيم لپاره د پارلماني اسمبلۍ د عمومي اسمبلۍ (پيكو) د دوېم كنفرنس د پرانستې غونډه (نن) د نهې په ورځ كېږي۔ د قامي اسمبلۍ سېكټرېټ له مخې د نهې په ورځ د جون په وړومبۍ نيټه پېل كېدونكې كنفرنس به دوه ورځې دوام لري او د جون په دوېمه نېټه به پائي ته رسي۔ په كنفرنس كښې به د افغانستان، ترکیه، ازبکستان، تاجکستان، آذربائیجان، قزاخستان او د کرغزستان سپيكران ګډون كوي او د ايران او تركمانستان سپيكران به د وېډيو لنك د لارې ګډون كوي۔ د کنفرنس په پرانستې غونډه كښې به صدر ډاکټر عارف علوي د خاص مېلمه په حېث ګډون كوي او سپيكر اسد قېصر به استقباليه خطاب كوي او د دې نه پس به د ګدون كوٶنكو هېوادونو سپيكران وېنا كوي۔ د كنفرنس مركزي موضوع “سيمه ايز اتحاد لپاره پارلماني شراكتدارۍ ته وده وركول دي۔ په كنفرنس كښې به ګډون كوٶنكي غړي د اي سي او غړو هېوادونو ترمېنځه په پارلماني مرسته غور كولو سره سره د تجارت، سېلګرۍ او معاشي مرستې ته وده وركولو لپاره په لارو لټولو غور كېږي۔ د يادونې وړ ده د نړيوال اهميت وړ دا كنفرنس د سپيكر اسد قېصر د خاص هلو ځلو په نتيجه كښې ممكن شوے ٬ کنفرنس كښې شريك امن او د سوكالۍ اېجنډا مستحككولو لپاره پارلماني رابطو ته پام ګرځولے شوے۔
اقتصادي مرستې تنظيم لپاره د پارلماني اسمبلۍ د عمومي اسمبلۍ كنفرنس د پرانستې غونډه (نن) كېږي٬ قامي اسمبلي به د كنفرنس كوربتوب كوي
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے نمبر