اسلام آباد۔20ستمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير مرتضی سولنګي د هېواد د نوموړي شاعر، ليکوال او دانشور افتخار عارف علمي او ادبي خدمتونه ستايلو سره وئيلي چې افتخار عارف هغه ځلنده ستورے دے چې په هېواد كښې د علم و ادب حوالې سره يو مقام لري٬ ده د پي ټي وي په سترو پروګرامونو كښې بنيادي كردار ترسره كړے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ په انفارمېشن سروس اکېډمۍ كښې د نامتو شاعر افتخار عارف په ژوند جوړ شوي مستند دستاويز فلم “دولسم لوبغاړي” اجراﺀ دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل چې كله هم د پاکستان د ابلاغ ذريعو(رسنیو) او علم او ادب د ساتونکو نوم اخېستلې شي د افتخار عارف نامه به په كښې تر ټولو وړاندې وي۔ ده خپل کېریر ریډیو پاکستان څخه پېل كړو۔ ده د پي ټي وي په سترو پروګرامونو كښې خپل مهم كردار ترسره كړے دے۔ په دې موقعه د اطلاعاتو وفاقي سېكتر ووئيل افتخار عارف د ادب په برخه كښې بلها خدمات ترسره كړي دي۔ د ننۍ ورځې غونډه د پاکستان د ادب او شاعرۍ لپاره هڅوونکې ده۔ ده ووئيل د پي ټي وي پېل څخه تر دې دمه په بېلو پروګرامون كښې شاعرانو او اديبانو د نه هېرېدو وړ كردار ترسره كړې دي۔ ده ووئيل افتخار عارف د شاعرۍ سره نو ادبي خذمات هم ترسره كړي دي۔ د ده علمي او ادبي خذمات د ستائنې وړ دي۔ په دستوره كښې ګډون كوؤنكو ته د افتخار عارف په ژوند جوړېدونكې دستاويزي فلم ” دولسم لوبغاړې“ هم وښودلې شو۔ دا فلم د اطلاعاتو او خپرونو وزارت ٬ انفارمېشن سروسز اكېډمي او د پي ټي وي فلمز اشتراك سره جاري كړې شو
افتخار عارف هغه ځلنده ستورے دے چې په هېواد كښې د علم و ادب حوالې سره خپل مقام لري٬ د وفاقي وزير مرتضی سولنګي د نوموړي شاعر افتخار عارف په ژوند د جوړېدونكي دستاويزي فلم (دولسم لوبغاړې) اجراﺀ دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا حساب