پېنډۍ 16 نومبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو په بډھ بېر كښې د عملياتو په مهال انتهائي مطلوب څلور ترهګر وژلي دي او د ډزو په تبادله كښې د پاك پوځ يو ځوان شهيد شوے دے ۔ د آئي اېس پي آر له مخې د نومبر په 16مه نيټه امنيتي ځواكونو ته د ترهګرو د موجودګۍ اطلاع تر لاسه شوې وه او د دغې تر مخه د پېښور ضلعې په بډھ بېر سيمه كښې انټېلي جنس بېسډ اپرېشن وكړے شو ٬ امنيتي ځواكونو په موثره ډول د ترهګرو ژالې په نخښه كړي چې په نتيجه كښې ئې انتهائي مطلوب ترهګر قمندان سميع الله عرف شينے، د ترهګرو کمانډر سلمان احمد، عمران عرف محمد او ترهګر حضرت عمر عرف خالد ووژلے شول او د هغوي څخه وسله٬ ګوله بارود او چاٶدېدونكې توكې هم برامد شوي ، ترهګر په سيمه كښې د قلنګ په اغستو او د هدفي وژنو پشمول يو شمېر نورو كاروائيو كښې ككړ وو۔ په ډي آئي خان كښې د يو بل آپرېشن په مهال كلاچي سيمه كښې ترهګرو سره د ډزو په تبادله كښې لانس نائيك محمد اعجاز خان (34) (باغ آزاد كشمير) شهيد شوے٬ په سيمه كښې كليئرنس اپرېشن روان دے۔ د آئي اېس پي آر وېنا ده چې د پاكستان امنيتي ځواكونه هېواد څخه د ترهګرۍ د لعنت د خاتمې عزم لري۔
امنيتي ځواكونو په بډھ بېر كښې اپرېشن، انتهائي مطلوب څلور ترهګر ووژل شول٬ د ډزو په تبادله كښې د پاك پوځ يو ځوان شهيد شو ۔ آئي اېس پي آر
مضمون کا ماخذ : کوئٹہ لاٹری