اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي) د توان نګران وفاقی وزیر محمد علی وئيلي دي د هېواد ضرورت له مخې سره درآمد کړې شوې ، د یوریا سرې پیداوار به زياتولې شي،په ژمي كښې د سرې كوم پلانټ به نه بندېږي ۔د نهې په ورځ د كورنيو چارو وفاقی نګران وزیر سرفرازبګټی او د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سره پرېس کنفرنس ته وينا كښې ده ووئيل په ماضي كښې مونږ د يخښنۍ په موسم كښې د سرې ځيني پلانټونه د ګاز كمي په وجه بند كړې وؤ۔سږ كال مونږ پريكړه كرې چې كوم هم پلانټ به نه بندوو او په ټول ژمي كښې به د صلاحیت له مخې دغه پلانټونه چلولې شي۔ ده ووئېل فاطمه فرټیلائزر او ایګری ټيك به پخوا د دوو نه درېو مياشتو لپاره بنديدل۔اوس به هغه هم نه بندېږي ۔ټول پلانټونه روان دي او دسمبر جنوری، فروري او مارچ كښې به ټول پلانټونه روان ساتلے شي۔ ده ووئېل دې سره به ځائې پيداوار زيات شي، یوریا سره د ضرورت لپاره درآمد کیږي،د سرې ټولو کمپنیو سره په رابطه كښې يو۔مډل مین د صورتحال څخه ګټه پورته كوي كومه سپلائي چې راځي او د پلانټس چلولو كومه پريكړه مونږ كړي،دې سره به د سپلائي صورتحال ښه شي۔ ده ووئېل د ایل این جی راغوښتلو له امله د سرې كارخانو له ګاز وركړے كېږي۔نګران وفاقي وزير ووئيل د ګاز کمپنۍ د ګاز غلا مخنيوي لپاره كاروائي كوي۔هېواد كښې د ګاز سپلائي كښې 8 نه تر 9 فیصد كمے راغلے او د هغې پوره كولو لپاره ایل این جي درآمد کوو۔مونږ له به د ایل پی جی ټول انفراسټرکچر ښه كول وي۔ ده ووئېل د ایل پی جی پورا پلان جوړوو او دې سره به ځائې پیداوار هم زيات شي۔هېواد كښې د ګاز پانګي شته،مونږ له به هغې څخه د پیداوار ترلاسه كولو لپاره ګامونه پورته كول وي۔ د ګاز څانګي ګرځنده قرض زيات شوے او بهرنۍ کمپنۍ تللي دي،مونږ د نور 100 اېم اېم سی اېف ډي ګاز سسټم كښې د شاملولو هڅي كوو۔
د هېواد ضرورت له مخې سره درآمد کړې شوې،د یوریا سرې پیداوار به زياتولې شي،په ژمي كښې د سرې كوم پلانټ به نه بندېږي۔د توان وفاقی وزیر محمد علی پرېس کنفرنس
مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں